امنیت

د سرپل امنيت بايد تامين شي

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٣
د سرپل ولايت د مدني ټولنې يو شمېرفعالينو په هيوادکې د نا امنۍ د زياتوالي او د وروستيو پيښو په خاطر پرون اعتراضيه غونډه وکړه.
اعتراض کوونکو په زابل کې د ٣١ تنو تښتول شويو مسافرو د آزادولو غوښتنه وکړه او د کابل د يوشمېر اوسيدونکو له خوا د فرخندې د شهادت د غندنې په ترڅ کې له حکومت څخه يې وغوښتل چې د هغې عاملين دې ډير ژر محکمې ته را وکاږي.
د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا د بلخاب – سرپل په لاره د مسافرو په تښتولو اعتراض هم د دغې غونډې بل هدف و.
اعتراض کوونکو د ((مسافرو آزادول د هرمسلمان غوښتنه ده)) او ((دولت دې د جيغو غږ واورى)) د شعارونو په ورکولو سره په حکومتي مقاماتو د تښتولو په وړاندې د چوپتيا تور ولګاوه او له حکومتي مشرانو څخه يې وغوښتل چې د لويو لارو د امنيت د تامينولو په خاطر دې په امنيتي مسوولينو فشار زيات کړي.
د دغې غونډې يو تن برخه وال عبدالهادي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په سرپل کې د هرې ورځې په تيريدو سره امنيتي حالت خرابيږي.
ده زياته کړه: له پنځوسو ورځو را په دې خوا د ٣١ تنو مسافرو د برخليک په باب هيڅ خبر نه دى ترلاسه شوى.
تر اوسه پورې هم د فرخندې د شهادت عاملينو ته سزا نه ده ورکړې شوې، د حسين نظري د وژلو د عاملينو د نيولو په خاطر هيڅ اقدام نه دى شوى او امنيتي حالت هم د هرې ورځې په تيريدو سره خرابيږي او نا امنۍ زياتې شوې دي چې په لويو لارو کې د خلکو د مرګ ژوبلې او د انسان تښتونې سبب شوي دي.
د مدني ټولنې يو بل فعال ګلاب سعيدي وويل چې حکومت دې بايد د ٣١ تنو مسافرو د آزادولو په اړوند خپله چوپتيا ماته او د خلکو امنيت تامين کړي.
ده زياته کړه چې د حکومت نه پاملرنې د هرې ورځې په تيريدو سره امنيت خراب کړى دى.
په همدې حال کې د سرپل ولايت سرپرست عبدالغفور دستيار له اعتراض کوونکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې حکومت مکلف دى چې د خلکو امنيت تامين او غوښتنې يې پوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته