خبرونهامنیتTOPروغتیا

جمهور رييس بګرام هوایي ډګر وکوت

کابل/ د چنګاښ ۱۸مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بګرام هوايي ډګر بېلابېلې برخې چې د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته یې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته مسوولیتونه سپارل شوي، وکتلې.

په پیل کې برید جنرال اسدالله کوهستاني د بګرام هوایي ډګر د وضعیت تفصیلي راپور وړاندې کولو پرمهال خپل راتلونکي پلانونه او برنامې چې اکمالات، د پرسونل تجدید، د امنیتي کمربندونو ایجاد او د تاسیساتو ساتنه او څارنه پکې شامله ده له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د بګرام زندان د مدیریت لپاره باید د ظرفیت لرونکو او مسلکي افرادو د ګومارلو په موخه یو پلاوی موظف شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د بګرام هوایي ډګر د وسایلو او تجهیزاتو د لېږد او ځای پر ځای کولو په هکله دې د امنیتي سکتور یو بین الوزارتي ټیم خپله ارزونه وکړي چې منقول او غیر منقول وسایل او تجهزات مشخص او بیا اولویت بندي کړي او په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د هیواد جمهوررئیس همداراز د بګرام هوایي ډګر روغتون د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال وویل، د شهید محمد داوود خان روغتون یوه برخه دې دلته راولېږدول شي او په دې اړه دې چې یاد روغتون څخه د ملکي یا نظامي او یا ګډ روغتون په توګه استفاده وشي، ارزونه ترسره او د هغه د مسلکي پرسونل او کارکوونکو د جلب و جذب په اړه دې اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته