سیاست

داسيا د زړه سيمه ئيز کنفرانس په کابل کې پيل شو .

کابل باختر د غبرګولۍ  پنځه ويشتمه

  داسيا دزړه  د هيوادونو  سيمه ئيز کنفرانس  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په وينا سره پيل شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې  دغه کنفرانس  دتروريزم ، نشه يي توکو اوطبيعي  پيښو پرخلاف دمبارزي ، پوهنې او ښوونې او روزنې ، فرهنګي همکاريو ، دسوداګرۍ دپرمختيا ، اقتصادي  همکاريو او سيمه ئيزو بنسټونوته دپاملرني  په باب خبرې کيږي .

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  ددغه کنفرانس  په پيل کې خبرې وکړې

  له نړيوالو  ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير په اړوند له افغانستان څخه  دنړيوالي ټولنې په تيره بيا دسيمې دهيوادونو دهمکاري او ملاتړ له امله دمنني په ترڅ کې وويل افغانستان له لسوکلونو وروسته په پاى کې د مسووليت دليږدونې ستر بهير پيل کړي دي .

 ده زياته کړه باور لرم چې دليږدونې بهير په ٢٠١٣ م کال کې پاى ته رسيږي او دافغانستان دخلکو  امنيت ، روغتيا او سوکالۍ او دافغانستان د خلکو لپاره دحکومتوالي اړوندې چارې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت له خوا رهبري کيږي .

  دهيواد جمهور رييس دغه راز په خبروکې وويل په  ٢٠١٤ کال کې به نړيوال  ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي .

 دهيواد جمهور رييس دشيکاګوپه کنفرانس کې دسيمې دهيوادونو اونړيوالې ټولنې دهغي ژمنې ، ملاتړ  قدردانۍ وکړه چې له  ٢٠١٤ م کال  څخه تر  ٢٠٢٥ کال پورې يې دامنيت دتامينولودامنيتي ځواکونو دسمبالولو او په  نورو برخوکې له افغانستان سره وکړ .

 حامدکرزي  څرګنده کړه دنړيوالو ځواکونو اوګاونډيانو له لوري ملاتړ افغانستان ته ډيرمهم دي او افغانستان ستاسو دشتون او مرستو هرکلي کوي او هيله لرو چې وکولاي شو دافغانستان او سيمي ثبات اوسوکالي تامين کړو او دغه هدف ته رسيدو لپاره به له ستاسو سره  همکار واوسو .

 دهيواد جمهور رييس وويل اوس افغانستان هغه ملاتړ او ژمنې  چې له نړيوالې ټولنې څخه يي هيله لرله ترلاسه کړي دي او هيله لرم  وکولاي شو  په افغانستان کې دحکومتوالي دښه والۍ لپاره اقدامات او تدبيرونه غوره کړو .

 ده زياته کړه په راتلونکي کې په پام کې لرم دافغانستان دملي شورا له غړو سره  يوه غونډه جوړه کړم  چې وکولاي شو دحکومتوالي دښه والۍ لپاره په لازمو اړتياو  او تدبيرونو او دانتخاباتو لپاره دمساعدو شرايطو دبرابرولو او په افغانستان  پورې د نورو اړوندومسئلو په باب خبرې او غور وکړو .

 دغه راز په دې کنفرانس کې دملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون دويديو کنفرانس له لارې  خبرې وکړې له دغه کنفرانس  سره يي دملګروملتو ملاتړ څرګند کړ او ددغه کنفرانس دجوړولو په خاطر يې دافغانستان او سيمې دهيوادونو دنوښت له امله قدردانۍ وکړه .

 بانکي مون دتاوتريخوالي ، بنسټپالنې ، دنشه يي توکو دتوليد او قاچاق  پرخلاف چې دسيمې اوسنې  ستونزې يي وبللي په مبارزې  باندې په ټينګار سره وويل بايد ددغو پديدو پرخلاف  ګډه مبارزه وشي .

  دغه راز په کنفرانس کې دترکيې  ،ايران ، پاکستان  ،روسيې ، قزاقستان ، ترکمنستان او تاجکستان  دبهرنيو چارو وزيرانو او دنورو برخه والو هيوادو جکپوړو  استازو خبرې وکړې  دکنفرانس کار تر نن مازيګر پورې دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته