نوى ډيلى – بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ١٩
هندي مقاماتو دافغانستان دجمهوري رياست دلومړى مرستيال مارشال
محمد قسيم فهيم دمړينې له امله افغانانو د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل .
دهند صدراعظم منموهن سنګهه مارشال فهيم د هند ښه دوست بللى دى او
د ده دمړينې له امله يې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده .
د هند دجمهور رييس مرستيال محمد حامد انصاري هم ويلي دي چې د جمهور رييس کرزي د لومړي مرستيال د مړينې له امله په ژوره توګه خواشينى شوى دى .
ده زياته کړه چې د هند خلک به دهند او افغانستان دستراتيژيک مشارکت دپياوړتيا په لاره کې دمارشال فهيم نه ستړى کيدونکې هلې ځلې په يادولري. دغبرګونونو په دوام د ايساف ځواکونو د فهيم کورنۍ ته ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي .
مخکې له دې ځينو بهرنيو سازمانونو هم د مارشال فهيم د مړينې په خاطر دده کورنۍ ته ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي .
د همدې خبرله مخې : دتاجکستان جمهور رييس امام على رحمان دافغانستان جمهوري رياست د لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې له امله دافغانستان ټولو خلکو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي .
امام علي رحمان وويل : چې مارشال محمدقسيم فهيم د احمد شاه مسعود او داستاد برهان الدين رباني ترڅنګ په تاجکستان کې د سولې په تامينولو کې ارزښتناک رول درلود او د دغه ستر ميړنې اروا دې ښاده او ياد يې تل وي.
1 1 دقیقه لوستل