سیاست

د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر جامع جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د تلې٢٧مه /باختر
د افغانستان دښمنانو د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ جودري سیمه کې پر جامع جومات د تروریستي برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هېوادوال د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پر دغې بوږنونکې تروریستې پېښې سخت خواشینی شو او په سختو ټکي یې غندي. جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ډېرژر د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.
جمهورريیس محمداشرف غني وایي، طالبان چې هم په خپله خونړي او تروریستي بریدونه ترسره کوي او هم یې د داعش په ګډون نورو تروریستي ډلو او ګروپونو ته د ترور، وحشت، بریدونو او جنایتونو زمینه برابره کړې د خدای (ج)، قانون او خلکو پر وړاندې مسوول دي، ځکه دوی د سولې لپاره چې الهي امر او زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده، زموږ د عالمانو اجماع او د حرمین شریفین د خطبې برحقه غږونه ونه منل.
جمهورريیس په ټینګار سره وویل، تروریستان او د دوی ملاتړي به هیڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي اوله منځه به يې يوسي.
د هېواد جمهورريیس د خپلې غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب د دغې دردناکې پېښې د شهیدانو کورنیو ته څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هيله کوي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته