ټولنه

ټپي شوي پوليسان د درملنې په موخه هندوستان ته واستول شول

کابل/  باختر د چنګاښ شلمه :
د کورنیو چارو وزارت له لورې د ملي پولیسو هغه څلور تنه منسوبین چې څه موده وړاندې د کمپنۍ په سیمه کې د ځان مرګي برید په پایله کې ټپیان شوي وو نن دوست هېواد هندوستان ته د درملنې په موخه واستول شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د کورنیو چا رو وزارت د روغتیايي برخې مشر او د درې سوه بستریز روغتنون رئیس مل پاسوال ډاکټر کندهار شینواري په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیم زی هم ورسره وو، د یادو بسترو ناروغانو د درملنې په اړه وویل، موږ په روغتون کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخیستی څو د بسترو ناروغانو درسته درملنه ترسره کړو چې د بسترو ناروغانو له ډلې مو د ډېری ناروغانو درملنه په روغتون کې ترسره کړه او کورونو ته ستانه شول یواځې دا څلورتنه ناروغان چې په برید کې یې سترګو ډېر زیان لیدلی او دید یې سم کار نه کوي نو د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي تصمیم له مخې دوست هېواد هندوستان ته د لا ښې او سالمې درملنې په موخه استول کیږي.
ښاغلي کندهار زیاته کړه، موږ د خپلو پولیسو د لا ښې او سالمې روغتیا په موخه په هندوستان کې د افغانستان له سفارت سره هم خبرې کړي او هلته به هم د دوئ درملنه د مجربو ډاکټرانو له لورې په يوه دولتي روغتون کې ترسره او بېرته به خپلو کورونو ته راستانه شي.
دغو څلورو تنو ناروغانو د کورنیو چارو وزارت له دغه کړنې چې د درملنې په موخه یې هندوستان ته استوي خوښي څرګنده کړه ویې ویل، موږ ډېر خوښ یو چې د ملي پولیسو په درې سوه بستریز روغتون کې مو هم د روغتون مشرانو او ډاکترانو له لورې په پوره قدروعزت سره لومړنۍ درملنه ترسره شوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته