روغتیا

په هېواد کې دکرونا مثبتې پيښې ٧٤ مواردو ته رسېدلې دي

کابل / دوري ٦مه / باختر :
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې دکرونا  ويروس ٣٢مثبتې پيښې  په هرات کې ثبتې شوې دي .
په دغو پېښو سره  په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٧٤ ته رسېدلى دى.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز وايي:  اټکلونه ښيي چې که چېرې دکرونا ويروس پر وړاندې جدي تدبيرونه ونه نيول شي، ښايي د هېواد  نيمايي وګړي  پرکرونا ويروس اخته شي.
د دغو اټکلونو پر بنسټ ښايي چې د افغانستان څه دپاسه  سل زره وګړي  مړه شي.
ډاکټر فيروز په هېواد کې د دغه ويروس  د خپريدو د مخنيوي په خاطر د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او له هغو څخه يې وغوښتل  چې له رسمي او غير رسمي غونډو څخه  ډډه وکړي.
هغه دغه راز  له هغو خلکو څخه چې عمر يې له  ٦٥ کال څخه زيات دى غواړي چې د امکان ترپولې پورې دې په خپل کورونو کې پاتې شي.
ډاکټر فيروز له خلکو  څخه وغوښتل چې د دغه ويروس د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونو ته  چې ډېرې اسانه دي  پاملرنه وکړي څو دځان او د نورو ژوند د دغه ويروس  له خطر څخه  وژغوري.
د دغه ويروس د مخنيوي لپاره تر اوسه پورې کوم واکسين نه دى جوړ شوى د دغه ويروس د مخنيوي يوازځنۍ لاره د وقايوي مواردو رعايتول دي.
په ورځ کې څو ځلې  د لاسونو پريمنځل، په ګڼ مېشتو سيمو کې  له ماسک څخه استفاده، له لاس ورکولو ښکلولو او روغبړ څخه ډډې کول، غونډو او ګڼ مېشتو ځايونوته له ورتګ او ګډون  څخه ډډه کول او له ويټامين سي  څخه  په استفادې سره  د بدن د مقاومت لوړول د دغه ويروس  د مخنيوي په خاطر  له ګټورو لارو څخه دي.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته