امنیت

دبريتانيا جنګي الوتکې له افغانستان څخه ووتلې .

لندن  باختر دلړم يو ويشتمه :
   دبريتانيا  ددفاع وزارت پرون اعلام وکړ چې ددغه هيواد د ځواکونوله وتلو وروسته دتورنادو جنګي الوتکې  هم  په افغانستان کې له پنځه کلن فعاليت وروسته له دغه هيواد څخه ووتلې .
باختراژانس  دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ.
دبريتانيا ددفاع وزارت په خپلې وينا کې زياته کړې ده دغه جنګي  الوتکې دخپل ماموريت له پاى ته رسولو وروسته پرون سهار دقندهار له هوايي ډګر څخه ووتلې .
دبريتانيا ددفاع وزير مايکل فالون  پرون وويل چې دتورنادو الوتکو دبريتانيا دځواکونو په ملاتړ برسيره دناتو ځواکونوته يې دڅارنې او اطلاعاتو دراټولولو کارهم په غاړه درلود .
ده وويل :دبريتانيا  دتورنادو الوتکو په افغانستان کې دخپل ماموريت له پاى ته رسولو وروسته په عراق کې دائتلاف ځواکونو په ملاتړ کې خپل نوي عمليات  پيل کړي دي . درارسيدلو خبرونو له مخې، په افغانستان کې دبريتانيا دديارلس کلن پوځي شتون په بهير کې  ددغو ځواکونو ١٤٠ زره تنو په افغانستان کې خدمت  وکړ چې ٤٥٣ تنه يې ووژل شول  او دوه زره يوسلو اته اتيا تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته