اقتصاد

د بخش آباد بند د جوړولوکار به پيل شي

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
په فراه ولايت کې د بخش آباد بند د جوړولو پروژه پيليږي.
د فراه د والي ويندوى فوادعسکري باخترآژانس ته وويل: ددغه بندلګښت څلورو مليونو ډالرو ته رسيږي چې د يوه پاکستانى شرکت له خوا جوړيږي.
ده دغه راز وويل چې دکورنيو چارو وزارت دغه بند ته څېرمه دعامه محافظت يوه امنيتي قرارګاه جوړوي، ترڅو امنيتي خطر د دغې پروژې د پرمختګ خنډ نه شي.
د ده دڅرګندونو له مخې: له بخش آباد بندڅخه په ګتې اخستنې سره شپږ ويشت زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي او څه دپاسه اووه ويشت ميګاواټه بريښنا توليديږي چې ددغه ولايت د خلکو اړتياوې به لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته