امنیت

په غزني کې دپوليسو برياليتوبونه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩ :  
دغزني پوليسو پرون  درې تنه  دماين ښخولو  او په دولتي شخصيتونو دبريد   په تور ونيول .
دغزني ولايت امنيه قوماندان دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  دغه کسان  ددولت دوسله والو مخالفينوپه يوه ډله کې  چې دامنيتي ځواکونو ترڅارنې لاندي دي شامل دي او  په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې يې دخپلو ارتباطي   کسانو او اشخاصو يادونه هم کړې ده  چې په نږدې راتلوونکي کې به دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شي .
ديو بل خبرله مخې : يوه ميړوښه ميرمنه  چې له يوه کال را په دې خوا ديوه سړي له خوا تښتول شوې وه د قضيې  له عامل سره يوځاى دپوليسو له خوا ونيول شوه.
ويل کيږي چې تښتوله شوې ميرمنه کورنۍ ته يې وسپارله شوه  او تښتوونکى سړى له پوليسو سره دى .
دغه راز يوکوچنى ماشوم   چې څلور ورځې مخکې له  غزني ښار څخه تښتول شوى و  هم د تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړاى شوى دى.
دغزني ولايت امنيه قوماندان امين الله امرخيل وويل ؛   چې امنيتي ځواکونو دجغتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دعملياتو په بهير کې دوولس تنه وسله وال طالبان وژلي دي او ددغه ولايت  په نورو ولسواليو کې عمليات دوام لري .
ده زياته کړه : ځينې کسبګر او دوکانداران چې  له طالبانو سره همکاري لري  ډير  ژر به وپيژندل شي او  ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته