نړۍ

د آلمان صدراعظمه د صدارت د څلورمې دورې لپاره مبارزه کوي

برلين – دويچه ويله – باختر د زمري دمياشتې ١١
د اشپيګل آنلاين مجلې د خبر له مخې:
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل پرون د (ديموکرات مسيحي ګوند په اوږدمهال سياست د ټاکنې) په غونډه کې د دغه ګوند له لومړي منشي پتر تاوبر او د دغه ګوند د پروګرام جوړولو له لوى مديرکلاوس شولر د ٢٠١٧ کال د انتخاباتو د کمپاين د ترسره کولو څرنګوالى او کلى کرښې وټاکلې.په همدې اساس وپتيل شوه چې د دغه کمپاين د طرحې او اجرا کولو دنده د ګوند يو مسوول ته ورکړ شي.
اشپيګل آنلاين ليکي چې د دغه پروګرام اشخاص او مسوولين هم ټاکل شوي دي.
د آلمان اوسنۍ صدراعظمه انګلا غواړي د راتلوونکو پارلمان د انتخاباتو له لارې د څلورم ځل لپاره د دغه هيواد د صدرات څوکۍ ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته