امنیت

دکشک کهنه ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
دکشک کهنه ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال پرون دعملياتوپه بهير کې ووژل شو .
دهرات ولايت مسوولين وايي دکشک کهنه ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال په ملا مبارز مشهور ملا غني له خپلو پنځو تنو ملګروسره دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دبېلابېلو سيمو دپاکولو دعملياتوپه بهير کې ووژل شو .
کوه انتن په کشک کهنه ولسوالۍ کې  دطالبانو دراټوليدو  اصلي سيمه ده  چې اوس طالبان له دغې سيمې څخه تښتيدلي دي
ديوبل خبر له مخې:  دريو تنو وسله والو طالبانو ته دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دخپل  ماين دچاودنې له امله  مرګ ژوبله واوښته .
وسله والو طالبانو غوښتل ديو ماين په ښخولو سره دامنيتي ځواکونو په  وسايطو بريد وکړي خو ماين دشينډنډ ولسوالۍ مانګه  په سيمه کې  دښخولو په وخت کې وچاوديد .
  په دې چاودنه کې ملا اشرف فدايي  او ملا بابر ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته