امنیت

په هلمند کې د یوې میاشتې په بهیرکې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکرګاه/ باختر/ د لیندۍ ۲۱ مه
د هلمند والي په دغه ولایت کې د یوې میاشتې په بهیرکې د وسله والو طالبانو د ماتې او د دغې ډلې سلګونو غړو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د هلمند والي محمد یاسین خان نن د یوه خبري کنفرانس په بهیر کې وویل چې طالبان په هلمند ولايت کې ماتې خوړلې ده او اوس له پوځیانو سره د جګړې توان نه لري.
ده زیاته کړه: د څه ناڅه یوې میاشتې په بهیرکې د هلمند لپاره د دغې ډلې د نومول شوي والي په ګډون څه ناڅه۲۵۰ تنه طالبان د دوی له ۱۱ تنو سیمه ییزو قوماندانانو سره وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپیان شوي دي .
د هلمند والي زیاته کړه چې په همدې موده کې په بېلابېلو سیموکې د دغې ډلې ۷۵ پټنځي ویجاړ شوي، ۲۶۰ ماینونه یې کشف او شنډ شوي او په لسګونه موټر او موټر سایکلونه یې هم ویجار شوي دي.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته