کابل باختر د زمري لومړۍ:
اته تنه داعشيان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل باختر آژانس ته وويل چې دغه داعشيان د غزني ولايت دناوې ولسوالۍ د صدو تنګۍ په کلي کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
وژل شوي کسان د داعش د ډلې د سرګروپ مولوي صمد افرادو و او په دې بريد کې د دښمن يو فولدر ډوله موټر هم ويجاړ شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم