قلات باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه :
په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټيپان شول.
جګړه پرون ناوخته د ميزان په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو ملامرادخان او اعظم لالک په خپلو کې د دولتي ځمکو د ويش د څرنګوالي پرسره په ډزو لاس پورې کړ.
د زابل ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ