۱۰۰ ورځې

په بغلان کې د جمهوري رياست له نوماند زلمي رسول سره د سلګونو تنو ملاتړ

کابل باختر د کب دويمه :
په بغلان ولايت کې سلګونو تنو دجمهوري رياست په انتخاباتوکې د زلمي رسول له نوماندى سره خپل ملاتړ څرګندکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دافغانستان د ملت ګوند د غړوپه ګډون جوړه شوې وه؛ وويل شول چې زلمى رسول او مرستيالان يې له اوسنيو ستونزو او ناخوالو څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره اغيزمن کسان دي.
ددغې ملاتړيزې غونډې ويناوالو اداري فساد، بد امني، وزګارتيا او بې وزلي د افغانستان دخلکو سترې ستونزې وبللې او له زلمي رسول څخه يې غوښتل چې په انتخاباتوکې د برياليتوب په صورت کې دغې ستونزې حل کړي .
دافغانستان دملت ګوند د ولايتي شورا رييس  شاه زمان زماني په دې غونډه کې دجمهوري رياست په انتخاباتوکې دزلمي رسول له نوماندى سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
داپه بغلان کې د انتخاباتي مبارزو له پيل څخه تراوسه پورې د جمهوري رياست له يوه نوماند سره لومړۍ ملاتړيزه غونډه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته