امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه جګړه ماران پرون هغه وخت چې  غوښتل يې يولړ تروريستي بريدونه ترسره کړي دافغان اوناټو دځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو او ونيول شول.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو طالبانو نيول تائيد کړل او ويې ويل چې دوى  دتروريستي بريدونو له ترسره کولو مخکې نيول شوي دي.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو اونشه يي توکو يوه زيرمه هم کشف شوې ده .
ناټو وايي  له دغې زيرمې څخه سل کيلوګرامه نشه يي توکي او دتوغنديو اوماينونو په ګډون په لسګونه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته