سیاست

د حضرت امام اعظم ابوحنیفه رحمت الله علیه د مقام د تجلیل په مناسبت علمي سمینار ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورئیس د وینا متن

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٤نيټه
بسم الله الرحمن الرحیم
فضیلت‌مآب جناب قاضی القضات صاحب، علمای کرام میراث‌بر انبیاء، اعضای محترم کابینه، مشاورین، همه خواهران و برادران، هموطنان عزیز، حاضرین گرامی، ښه راغلاست، خوش کیلدینگ، خوش آمدید!
اولتر از همه، تحفه پیشوای بشریت را خدمت تان تقدیم می کنم.
السلام علیکم ور حمت الله و برکاته
قدرمنو علماوو، عزتمنو حاضرینو، ورونو او خوېندو، د حضرت امام اعظم ابوحنیفه رحمت الله علیه د مقام د تجلیل په مناسبت د علمي سمینار د جوړېدو مبارکي وایم او د حج او اوقافو له محترم وزارت او علمای کرامو چې دغه علمي غونډه یې دایره کړې ده، مننه کوم.
زموږ لپاره د حضرت امام ابوحنیفه د شخصیت، کارنامو او افکارو مطالعه یوه دایمي موضوع ده چې هر وخت ورڅخه زده کړه کولای شو او د خپل دیني او تمدني هویت د پېژندلو لپاره ورته همېشه اړتیا لرو.
ازگهواره تا گور زندگی ما را مذاهب ما تشکیل داده اند، کسی که یک شیوه فکری را ایجاد می کند، طرز فکر مردم را تغییر می‌دهد. کسی که یک مذهب را ایجاد می کند، تمام اصول و قواعد زندگی را به صورت همه جانبه زیر تاثیر می‌گیرد. از این جهت، افکار امام ابوحنیفه (رح) و امام جعفر صادق، افکار دیروز و گذشته نیست، فکر ما، وجود ما، زندگی ما، به اساس این افکار روزانه تجدید می شود. از این جهت، شناختن اینها، شناختن خود است. بی درک عمیق امامی که مذاهب عمده اسلامی را مخصوصاً مذهب ابوحنیفه را که امروز روی آن صحبت می کنیم، گذاشته، ما خود را نمی شناسیم. 
په حقیقت کې د حضرت امام ابوحنیفه علمي میراث، د اسلامي تمدن یوه عظیمه سرمایه ده. په اوسنۍ زمانه کې چې افراطي ډلې، د مسلمانانو د تمدني هویت د ختمولو هڅې کوي، د حضرت امام اعظم او نورو سترو مجتهدانو فکري او معنوي سرمایې ته مراجعه، د اسلامي تمدن د اساسي کرښو د ترسیم په معنا ده.
اول ټولو علمای کرامو ته د شهیدانو تسل غواړم مونږ هره ورځ دې خاروه کې شهیدان ورکوو، بچي مو دي، خوېندې مو دي، سپین ږېري مو دي، ځوانان مو دي او دا ځکه هغه اشخاص چې په فتنه باندې مشغول دي د امام ابوحنیفه مکتب باندې خبر نه دي. کله چې دوی انشاالله تعالی د دې سمینار په برکت د امام اعظم په فکر باندې پوه شي، دوی به مجبور شي چې دوباره فکر وکړي. ځکه هغه څه چې دوی کوي د امام اعظم په مکتب کې ځای نه لري او دا به انشاالله تعالی تاسې ټول علمای کرام تثبیتوئ. انفجار او انتحار د امام اعظم طریقه نه ده، بلکې عقل، منطق شریعت ته تسليمېدل او له ټولو زیاتره ثبات ساتل دي.
حضرت امام اعظم)رح) بانی ثبات است و آن ثبات به اساس عدالت و به اساس مساوات استوار است.
علمای کرام بهتره پوهېږي چې حضرت امام ابوحنیفه د یوه بېل فقهي او اجتهادي مکتب موسس وو. که موږ ووایو چې د اسلامي تاریخ په تېرو څوارلس پېړیو کې، حنفي مکتب تر بل هر فقهي مکتب د اسلامي نړۍ حقوقي او فقهي نظام ته ډېر څه ورکړي دي، نو په یقین سره چې مبالغه مو نه ده کړې.
    تفاوت امام ابوحنیفه(رح) خصوصاً زمانی بهتر دانسته می‌شود که او را با مخالفان و منتقدانش مقایسه نماییم. ما می‌دانیم که در زمان او حملاتی از سوی ظاهرگرایان متوجه این امام بزرگوار می‌گردید و گاهی تهمت بدعت‌گذاری در دین و نسبت های ناروای دیگری به او زده می‌شد، اما استحکام و صلابت علمی او از یک‌سو و دیانت و تقوای او از سوی دیگر، سبب گردید که به مرور زمان حتی منتقدان او نیز در برابر عظمت وی سر فرود آورند. اگر همۀ نظریات و دیدگاه های او مورد قبول آنان قرار نگرفت، و تقابل با مکتب فکری و فقهی او ادامه یافت، اما اعتراف به دیانت و تقوای او حتی در نزد مخالفان وی نیز قابل انکار نبود. درس امام اعظم(رح) به ما، درس حوصله و متانت است.  او در نظر متصوفان مسلمان به یکی از سلسله‌داران عرفان و تصوف اسلامی شناخته شد، چنانکه شیخ فرید‌الدین عطار در تذکرة الاولیا آورده است. در طرف دیگر، کسانی که خود را پیرو سلف صالح معرفی می کنند، بدون هیچ تردیدی امام ابوحنیفه(رح) را یکی از بزرگان سلف به حساب می‌آورند و نمی‌توانند جایگاه بلند او را نادیده بگیرند. کیست در جهان اسلام که دیدگاه بلند اما ابوحنیفه(رح) را انکارکرده بتواند؟
در بارۀ دیانت و تقوای امام ابوحنیفه(رح) روایات گوناگون وجود دارد و هرچند در بارۀ وثاقت برخی از آن حکایت‌ها گفتگوهایی شده است، اما حتی اگر با دید انتقادی هم به آن روایات نگریسته شود، در این شکی نمی ماند که او نمونه ای از یک انسان مومن، عالم حق‌گوی، تاجر پاک‌سیرت، سیاست‌مدار آگاه به شرایط زمان، و مجتهدی سخت‌کوش بوده است.
  ولی آنچه اهمیت امام ابوحنیفه (رح) را چند برابر می سازد، افزون بر دیانت و تقوا، دیدگاه های کلامی، نظرات فقهی و روش اجتهادی اوست که گره‌گشای مشکلات فراوانی در جامعۀ اسلامی است. دیدگاه کلامی امام ابوحنیفه(رح) چنانکه مشهور است و علمای کرام بهتر آگاهی دارید و امید است که این حرف‌ها در مقابل علمای کرام که میراث‌دار انبیاء هستند، گستاخی تلقی نشود.
روشی معتدل، دور از افراط و تفریط، و متکی بر نقل و عقل بوده است. امام ابوحنیفه(رح) جلوی جریان تکفیری را که از سوی خوارج به راه افتاده بود (جناب وزیر صاحب ذکر کردند) گرفت و به صراحت اعلان‌کرد که هیچ‌کس از اهل قبلۀ مسلمانان را نمی تواند کافر بخواند. او بود که به حقوق اهل ذمه و شهروندان جامعۀ اسلامی اهمیت داد و مصئونیت حقوقی آنان را در شریعت اسلامی متبارز ساخت. او بود که بر حقوق زن در جامعۀ اسلامی تاکید ورزید و با فتاوای واضح خود در بارۀ حقوق زنان از ظلم و بی‌عدالتی در حق آنان در جامعۀ اسلامی جلوگیری کرد و من افتخار دارم که خواهران آگاه و دانشمند ما همراه ما هستند.
او در زمینۀ جنگ و صلح نظرات بِکری دارد و مبنای جهاد را دفع ظلم عنوان‌کرد، نه تفاوت عقیده با دیگران. او تعریفِ دارُاِلاسلام و دارُالحرب را به گونه‌ای معقول و منطقی مطرح‌کرد و راه برقراری روابط بین‌المللی را برای مسلمانان گشود. این دیدگاه‌ها امروزه چه در زمینۀ حقوق اساسی و چه در حقوق بین‌الملل اهمیت خاصی پیدا می‌کند، و برای تنظیم روابط بین‌المللی مسلمانان با جهان، کارکردی بی‌نظیر دارد.
به همان پیمانه که نظرات خاص او در زمینۀ مسائل یاد‌شده و مسایل مشابه اهمیت دارد، به همان شکل روش اجتهادی او نیز اهمیتی خاص پیدا می‌کند. این روش اجتهادی بود که به یاران و شاگردان وی و همچنان به فقهای بزرگ حنفی در طی قرن‌ها امکان‌بخشید که مشکلات پیش‌آمده در دوران‌های بعدی در جوامع اسلامی را، حل و فصل نمایند. روش اجتهادی امام ابوحنیفه(رح) در دسته‌بندی کُلِّی بنام روش اهل رأی شناخته می‌شد که مکتب معتبری در تاریخ اجتهاد و فقاهت اسلامی بوده است. روش اهل رأی به علم و عقل اهمیت چشم‌گیری قایل‌بود و به فقها امکان می‌بخشید تا مقاصد شریعت اسلامی و روح کلی آن را در نظرگرفته و در پرتو آن به تحولاتی که رخ می‌داد توجه کنند. این روش اجازه نمی‌داد که برداشت سطحی از دین به یگانه تفسیر از دین در میان مسلمانان تبدیل شود و عرصه بر حکمت و علم و عقلانیت بسته‌شود. او بود که هم استحسان را در مکانیسم فقاهت نهادینه‌ساخت و هم قیاس را منضبط گردانید و هم در تحلیل و ارزیابی روایات مختلف میتود قابل دفاعی را پیشنهاد نمود که بزرگان مذهب حنفی تا قرن‌ها و امروز از آن سود بردند. 
همچنان، اهمیت کارنامۀ علمی امام ابوحنیفه(رح) از این جا بیشتر می شود که نظرات فقهی و روش اجتهادی او در زمانی به میان آمده‌بود که دامنۀ امپراطوری‌های اسلامی از شرق تا غرب جهان رو به‌گسترش بود و شهرهای بزرگ مسلمانان تحرکات علمی، فرهنگی، سیاسی، تجارتی و هنری گسترده‌ای را از سر می‌گذرانیدند. با چنین تحولاتی، تقاضای جامعۀ اسلامی این بود که مسایل فقهی و حقوقی نیز جواب‌گوی شرایط پیچیده و رو به گسترش جامعۀ اسلامی باشد. فقه امام ابوحنیفه(رح) از روح عصر و زمانه¬اش بیگانه نبود، بلکه در اکثر مواردی بر آن سبقت نیز می‌گرفت و به فقها این امکان را می‌داد که با آینده‌نگری و دوراندیشی، راه تحولات مثبت و سازنده در جامعه اسلامی را هموار کنند.
که په اسلامي دنیا کې د فقهي مذهبونو د پراختیا جغرافیې ته نظر واچوو، نو وینو چې له منځنۍ اسیا تر هندوستانه پورې او زموږ له هېواده تر ترکیې پورې، او په چین کې له سینکیانګ څخه په اروپا کې تر بالکانه پورې په ډیرو پراخو ساحو او ګڼو ملکونو کې حنفي مذهب عام او د دغو سیمو په محاکمو او حقوقي ادارو کې په سلګونو کلونو له حنفي مذهبه استفاده شوې ده.  و مثال زنده‌اش قضای ما است که از مراکش تا هندوستان به آسانی قضاوت‌کرده می‌توانست و این نشانۀ عظمت تمدن اسلامی است که تحت یک‌چتر واضح حقوقی، همه مسائل عمده را دربرگرفته‌بود. اگر خاطرات ابن بطوطه را بخوانید، از مالدیف گرفته تا تونس، قاهره و غیره، در تمام آنها بدون هیچ‌مشکل قضاوت انجام می‌شد.
په دومره لویه ساحه کې د حنفي مذهب د خپرېدو او منل کېدو راز په دې دی چې د دغه مذهب مشر او موسس په خپل اجتماعي نظام کې داسې اصول او ضوابط شامل کړل چې په تاریخي تحولاتو او ډول ډول حالاتو کې یې د دغه اجتهادي نظام تحرک او تداوم خوندي وساته.
زموږ ګران افغانستان ته، له نېکه مرغه د اسلام د تاریخ له هماغه لومړیو پېړیو څخه د امام اعظم فقهي او کلامي مذهب لاره وکړه او د امام اعظم ځینې شاګردان زموږ هېواد ته راغلل او دلته یې خلکو تود هرکلی وکړ.
که څه هم په افغانستان کې د تاریخ په اکثرو وختونو کې د متفاوتو مذهبونو او ان دینونو پیروانو شریک او سوله‎يیز ژوند کړی دی، خو په دې کې هم شک نشته چې په افغاني ټولنه کې زغم او رواداري د دغه فرهنګ په پیاوړتیا کې حنفي مذهب خپل نقش او اثر لرلای دی او لري یې.
امام اعظم د هغه وخت د اسلامي تمدن په مرکز یعنې عراق کې اوسېده خو په اصل کې د افغانستان وو او کېدای شي ووایو چې زموږ د وطن دغه ستر بچی د دې خاورې د تمدن رابطه د اسلام له ځوان او غوړېدونکي تمدن سره ټینګه کړه. افغانستان له هماغه پیله  د حنفي مذهب یو لوی مرکز وو او په خپله غېږ کې یې د حنفي مذهب په زرګونو علما، فقها او دانشمندان روزلي دي.
نن سبا چې اسلامي دنیا د تشدد له څپې سره مخامخ ده او افراطیت اسلامي ملکونو ته ډېر ډېر مشکلات پیدا کړي دي، موږ اصولي او اساسي اقداماتو ته اړتیا لرو. دغه اساسي کار به دا وي چې خپل تمدني میراث ته یو ځل کتنه وکړو او په دې منځ کې خصوصا د حضرت امام اعظم ابوحنیفه د ستر علمي او فقهي میراث وړتیاوو ته پام واړوو او له دغو وړتیاوو څخه د عصر له غوښتنو او شرایطو سره سم د خپلو دیني مسایلو د تفسیر لپاره کار واخلو.
کله چې زموږ ټولنو ته د لویدیځ نوی تمدن راغی نو ځینې لوستي کسان یې دومره ډېر تر تاثیر لاندې راغلل چې خپل زوړ تاریخ کم اهمیته ورښکاره شو او په دې فکر کې شول چې د ژوند د بهترۍ او کامیابۍ لپاره باید هر څه له پردیو پور کړو.
دلیل عمده این بود که در قرن ۱۹ و۲۰میلادی، قسمت زیادی کسانی که درس عصری خواندند، متون شرعی بلد نبودند، از عنعنۀ خود خبر نبودند، به عوض اینکه گمشدۀ را درخانۀ خود بخواهند، به دنبال دیگر جای‌ها بودند، آن دوره تیر شده است. باید واضح باشد که خارج از نظام اسلام، افغانستان نظام دیگر ندارد. این کشور، جمهوری اسلامی افغانستان است و قانون اساسی ما، اسلامی‎ترین قانون روی زمین است، مسئله در بحث نیست، مسئله در تطبیق است و در اینجا عنعنۀ بزرگ امام ابو حنیفه(رح) و امام جعفرصادق که رهنمای ما خواهندبود و کاوش عمیق افکار آنان زندگی ما را نه تنها امروز، بلکه فردا و پس فردای ما را تامین خواهدساخت.
ځينو نورو کسانو بیا برعکس، د لویدیځ د نوي تمدن له هرې بریا او لاس ته راوړنې سره مخالفت شروع کړ او ګومان یې وکړ چې که په پخواني حالت کې پاتې شو نو خپل هویت او اصالت به مو ساتلی وي.
دوی هېر کړل چې الجبر، طب، نجوم له اسلامي نړۍ نه غرب ته لاړل نه برعکس، که نن یو څو ورځې څو کمپیوټره راځي په دې کې به سړی ځان له لاسه نه ورکوي، سبا به یې انشاالله بیا خپله اباد کړو. خو تجربو ثابته کړه چې په افراط او تفریط کې مو خیر نشته. موږ اوس ښه پوهېږو چې زموږ تېر تاریخ کم اهمیته نه دی. مسلمانانو په خپل تېر تاریخ کې شانداره تمدن درلود او د دغه تمدن په مشرانو او موسسانو کې یو مهم کس  حضرت امام ابوحنیفه وو.
موږ له نوي تمدن سره د تعامل په برخه کې کولای شو چې د اسلامي تمدن په سپېده چاود کې د خپلو مشرانو له تجربو استفاده وکړو او دا وګورو چې هغوی څنګه هم خپل معتقدات او باورونه وساتل او هم یې د نړۍ د ګوټ ګوټ علوم ، اسلامي تمدن ته ولېږدول. د حضرت امام ابوحنیفه فکري او فقهي مکتب د هر عصر له اړتیاوو او غوښتنو سره د رغنده او سازنده تعامل وړتیا لرلې ده او لري يې.
بازگشت به میراث امام ابوحنیفه(رح) راهی است که جای‌گزین موثر و قرائتی معتدل از دین را در برابر اندیشه‌های افراطی به ما نشان م‌ دهد. به این جهت، لازم است که مراجع علمی و اکادمیک ما، مساجد و مدارس ما و سایر نهادهایی که در عرصۀ فکر اسلامی کار می‌کنند روی این میراث متمرکز شوند و قابلیت‌های آن را برای پاسخ‌دادن به مشکلات امروز به کار بگیرند. نباید جوانان ما در سر دوراهی گذشته باقی بمانند که یا با زمان خود اعلان جنگ بدهند و یا با گذشتۀ خظیم خویش به دشمنی برخیزند. ما با تکیه بر میراث پربار امام ابوحنیفه(رح) و فقهای بزرگ مذهب او می‌توانیم اقشار آسیب‌پذیر جامعۀ خود به خصوص جوانان را از چنگ افراط‌گرایی نجات بدهیم. مذهب حنفی مذهب مدارا و هم‌زیستی با دیگر مذاهب اسلامی است و پیروان بقیۀ مذاهب اسلامی را نیز از نگرانی‌ها دور نگه می‌دارد. علمای کرام نقش عمده در رهنمایی مردم دارند و من می‌خواهم خاصتاً کمک تان در دوبخش برای جامعه بحیث رهنما انتقال‌ داده‌شود. یک انتخابات است ، انتخابات یک پروسۀ اسلامی و ملی است، چون زعامتی که مشروعیت نداشته باشد و به آرای مردم استوار نباشد، مورد سوال قرار می‌گیرد  بنابرین، خطبه و محراب در دست علمای کرام است، هیچ میکروفون، هیچ تلویزیون و هیچ رسانه جای آن را گرفته نمی‌تواندو ضرور است که هم ضرورت و هم اهمیت مشارکت به تمام مردم افغانستان ازطرف علمای کرام تلقین‌شود و انشاءالله و تعالی همه به سمت رأی و بعد از آن به دادن رأی تشویق خواهیم کرد. دوم مبارزه با فساد، نظام جامعه اسلامی برعدالت استوار است و احترم مه به جناب قاضی القضات صاحب و لوی‌څارنوال صاحب حد و حدود ندارد و استقلال قضا را قدرکردن، احترام ثبات جامعه است. از این جهت مبارزه با فساد یک اصلی است که ما باید به‌صورت اساسی با آن مبارزه کنیم. مردم افغانستان صالح و متدین هستند، یک اقلیت بسیار کوچک، عظمت این خاک را، دستاوردهای بزرگ جهاد مقدس ما را و توقعات عظیم مردم ما را به گوشه نگذارد. امید است که خواهش هایم از سوی معلمای کرام مورد قبول قرار بگیرد.    
در پایان، برای گردانندگان و اشتراک کنندگان این کنفرانس علمی آرزوی موفقیت و دستاوردهای پربار دارم. تشکر از اینکه مرا اجازه دادید که با هرکدام تا سلام‎علیکی کنم، رئیس‌جمهورتان خادم اول کشور است و اگر مردم فکر می‌کنند که چرا از هرکدام‌تان استقبال می‌کند، از خاطر این است که هرکدام تان به حیث افغان درقدم اول و دوم به حیث علمای کرام واجب‌الاحترام هستید.
یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان، تل دې وي افغانستان، پاینده باد علمای کرام ما. پاى- سعيده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته