سیاست

يومليون تنو مهاجرينو ته پاسپورټونه ورکړشول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٢٥ :

په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو دهويت اونوم ليکنې اودپاسپورت دويشلو لومړي پړاو  چې دروان  لمريز کال په لومړيو وختو کې پيل شوي و پاى ته ورسيد.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي  چې نن يې په يوه خبري غونډه کې  خبري کولي وويل چې په دې موده کې  په څه دپاسه يومليون تنو افغان مهاجرينو چې په ايران  کې داستوګنې رسمي مدرکونه يې نه  لرل افغاني پاسپورت ويشل شوي دي اودغه  راز دغه شمير افغان مهاجرينوته دايران له خوا يو کلن بااعتباره ويزه ورکړشوې ده.

موسي زي وويل  چې دغه شمير افغان مهاجرين يوسلوپنځوس  زره کورنۍ  کيږي   چې دافغاني پاسپورت  په ترلاسه کولو سره کولاي شي  دکار ، زده کړې   او ټولنيزو خدمتونو له حقوقو څخه ګټه واخلي .

ده دغه رازپه دې خبري غونډه کې څرگنده کړه چې په ايران کې افغان مهاجرينو دنوم او هويت دثبت اودپاسپورت دويشلو دويم پړاو دروژي  له مبارکي مياشتې وروسته  پيليږي.

ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دپاکستاني ځواکونوله خوا په کونړولايت کې دتوغنديو دتوغولو په اړوند په اسلام اباد کې له پاکستاني مقاماتو سره دافغانستان دسفير دخبرو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې  دافغانستان دولت هوډمن دى چې دغه ستونزه دخبرو له لارې حل شي .

ده په دې خبري غونډه کې دغه راز په افغانستان کې دسولې په تامينولو  کې دجاپان درول په باب څرګنده کړه چې دافغانستان دولت له جاپان  او نورو هيوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې دسولې په ټينګښت کې همکار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته