کابل باختر د ليندي يوولسمه :
شل تنه په ننګرهار ولايت کې دجنايي پيښو په تور ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسن مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او انسان تښتونې تور لګول شوى دى . ختم_سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ