امنیت

لس تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د تلې پنځمه :
لس تنه ډار اچوونکي نن سهار دغزني ولايت په اندړولسوالۍ کې ووژل شول .
په غزني کې دملي اردو وياند حنيف رضايي  باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په ملنګي او صاحب خان سيمو کې دافغان امنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
رضايي زياته کړه : چې په دغو بريدونوکې اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول
ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته