ټولنه

په خوست کې ديو سترپل جوړيدل .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دخوست په ولايت کې نن ديوسترپل دجوړولوکار پيل شو . 
دغه پل چې دمسافرو دسپرليو دموټرو او دسوداګرۍ  دکاروانونو دتګ راتګ  توان به ولري  په اته مترو لوړوالي اويوسلو څلويښت  مترو اوږدوالي دخوست ښار دتڼيو له ولسوالۍ او نورو دريو ولسواليو او دپکتيا له ولايت سره نښلوي .
دغه پل  دسيکي په نامه په دووکالو کې دڅه ناڅه اته پنځوس مليونو افغانيو دفوايد عامې وزارت له خوا جوړيږي .
دخوست والي عبدالجبار نعيمي دباخترخبري اژانس خبريال ته وويل چې دسوداګرو لپاره داسانتياو او دسوداګرو لپاره په لږ لګښت دمالونو وړلو راوړلو تر څنګ دخوست د اوسيدونکو اومسافرو دتګ راتګ لپاره ډير مهم دى .
  دخوست دوالي په وينا  اوس دسوداګرو او دخوست داوسيدونکو دسوداګرۍ دکاروانونو ، دپيچلو لاروپه وهلو او دزياتو ستونزو په ګاللو سره دغه لاره وهي .
ويل کيږي چې دنورو دريو سترو پلونو دجوړولو کار چې دخوست ولسوالۍ او دغه سرحدي ولايت له نورو ولايتونوسره نښلوي روان دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته