ټولنه

په پکتيا کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو ترمنځ خونړۍ نښته

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
په پکتيا کې د نښتې له امله يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
دغه نښته تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې ده.
د پکتيا ولايت يوې امنيتي سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى .
ده وويل چې په دې نښته کې يو شمېر ښکيل کسان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او پلټنې پيل شوې دي.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته