ټولنه

نوی کال او د کرونا پر خلاف مبارزه کې زموږ ستر مسوولیت

کابل / د وري لومړۍ / باختر نن د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال لومړۍ ورځ ده. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا ورځ تل نمانځلې ده او افغانستان د نوروز لرغوني جشن اصلي ټاټوبی دی او بیا د دغه جشن د نمانځنې فرهنګ ورو ورو د سیمې نورو هېوادونو ته خپور شوی دی او اوس د یوې پراخې تمدني حوزې فرهنګي ارزښت بلل کېږي. له بده مرغه سږکال د کرونا ویروس د خپرېدا ګواښ د نوروز د نمانځنې پر مراسمو هم سیوری وکړ او دا مراسم یا په بشپړ ډول لغوه شول او یا هم ډېر پیکه شول. په کابل او مزار شریف کې د نوروز لپاره ټول نیول شوي دولتي مراسم لغوه شول او دا کار د هېوادوالو روغتیا ته د ګواښ د مخنیوي په موخه وشو. په هر حال د نوي کال هرکلی یوازې د رسمي مراسمو په ترسره کولو کې نه دی نغښتی، بلکې تر ټولو ستر اړخ یې دا دی چې هر څوک په نوي کال کې د نویو دندو او مسوولیتونو لپاره خپل هوډ نوی او تر پخوا یې لا غښتلی او پیاوړی کړي. په نوي ۱۳۹۹ لمریز کې خورا سترې دندې د افغان ولس مخې ته پرتې دي، چې تر سره کول یې لا ډېرو هڅو او کوښښونو ته اړتیا لري؛ خو تر ټولو ستره دنده او مسوولیت د کرونا پر خلاف مبارزه ده. د باختر آژانس مفسر د کرونا پر خلاف مبارزه کې د هېوادوالو مسوولت ته کتنه کړېده او لیکي: له بده مرغه موږ نوی کال په داسې شرایطو کې پیل کړ، چې کرونا ویروس پر یو ستر او ډېر جدي ګواښ بدل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲٤ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوي دي. که دا شمېرې راواخلو او د نړۍ د نورو هېوادنو له شمېرو سره یې پرتله کړو، نو افغانستان په ډېر بد حالت کې نه دی، خو د دې خبرې مانا دا نه ده، چې ګنې موږ د دغه ویروس له ګواښه خوندي او بچ یو. افغانستان د کرونا ویروس پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکی هېواد دی. په دې برخه کې څولاملونه نقش لري. تر ټولو لومړی لامل یې له ایرانه، چې کرونا په هغه هېواد کې ډېره خپره شوېده، د افغان کډوالو ډله ییزه راستنېدا ده. له ایران سره پر پولې د زرګونو راستنېدونکو کډوالو د روغتیایي کنترول لپاره اړین تجهیزات نشته. که څه هم هلته د عامې روغتیا وزارت ټیمونه کار کوي او په دغو وروستیو کې یوه پرمختللې کمره هم درول شوېده، خو د راستنېدونکو ګڼه ګوڼه زښته ډېره ده. دویم لامل یې په افغاني ټولنه کې د دغه راز ناروغیو د پټ ساتلو فرهنګ دی. درېم لامل یې دا دی هغوی چې یا پرې شک کېږي او یا هم پر کرونا ویروس اخته دي، قرنطین کېدل د ځان شرم ګڼي. څلورم لامل یې د افغانانو د ټولنیز او کلتوري ژوند ځانګړتیاوې دي او پنځم لامل یې هم زموږ اقتصادي وروسته پاتي والی دی. دا وروسته پاتې والی سبب شوی، چې زموږ روغتونونه او کلینیکونه له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي، کارېدونکي درمل هم له نړیوالو معیارونو سره برابر کیفیت نه لري. موږ په ګڼو برخو کې پر نړیوالو مرستو تکیه کوو او که دا مرستې کمې شي او یا ودرېږي نو بیا کارکول ډېر سختېږي. یوه ورځ د تشو آوازو او ډنډورو له کبله په بازار کې د خوراکي توکیو بیې دومره لوړې شوې، چې د غریبو او بې وزلیو د پلور له توانه ووتې. د دغو ټولو ټکیو په پام کې نیولو سره موږ باید دا تریخ واقعیت ومنو چې له هره پلوه زیانمنونکي یو. په نوي کال کې زموږ تر ټولو سترملي مسوولیت دا دی چې ټول په ګډه د کرونا د خپرېدو مخه ونیسو. په دې برخه کې هېڅ راز سیاسي او یا کوم بل اختلاف نشته. باید ټول دا خپل ملي، اخلاقي، ایماني او روغتیایي مسوولیت وګڼي چې د کرونا پر خلاف د مبارزې په سنګر کې ودرېږي. ټول باید د عامه پوهاوي په کمپاین کې فعاله برخه واخلي او خلکو ته دا پیغام ورسوي چې د عامې روغتیا او نورو اړوندو ادارو سپارښتنې رعایت کړي او په خپل ټولنیز ژوند کې بدلون راولي او هغه عادتونه پرېږدي چې د کرونا له خپرېدو سره مرسته کوي. همدارنګه ټول باید د احتکار په مخنیوي کې مرسته او همکاري وکړي. پوره باور دی که هرڅوک خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي، نو د دغې بلامخه نیول کېدای شي. ن. ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته