کابل باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
د غور د ولايتي شورا رييس، مرستيال او منشي نن وټاکل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
په هغو انتخاباتوکې چې نن د غور د ولايتي شورا د غړو ترمنځ ترسره شول؛ فضل الحق احسان د غور د ولايتي شورا د رئيس، عبدالرحمن عطشان د مرستيال او غلام سخي جاويد د غور د ولايتي شورا د منشي په توګه وټاکل شول .
دوى له ټاکل کيدو وروسته وويل چې د حکومت د کارونو د څارنې او د غور د پرمختيا او د دغه ولايت د خلکو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې به کار وکړي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ