امنیت

د طالبانو څلور تنه قوماندانان په ميدان وردګوکې ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
د تروريستو طالبانو د ډلې څلورتنه قوماندانان په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تروريستو طالبانو د ډلې څلورتنه قوماندانان چې په ميدان وردګوکې د زياترو ډار اچوونکو فعاليتونو په طرحه کولو بوخت وو؛ دملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شول.
له نيول شويو قوماندانانوڅخه يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردو ځواکونو د نوى بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو د ترسره کولو له امله د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندان له وسلو سره يې ونيول شول او يوه اندازه سپکې وسلې هم ترلاسه شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته