کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د فوټبال پسرلنى تورنمنټ چې يوه مياشت مخکې د خنجانو ولسوالۍ د ځوانانو د ورزشي ټيمونوترمنځ پيل شوې وې؛ پرون پاى ته ورسيد.
دغه تورنمنټ ( نشه يي توکو ته، نه ووايئ) تر شعار لاندې د دغې ولسوالۍ د ځوانانو شورا له خوا پيل شوى و.
د بغلان ولايت د خنجانو ولسوالۍ د ځوانانو د شورا رييس عبدالظاهر وطندوست دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې تورنمنټ د ځوانانو په اوو اتحاديو پورې اړوند د فوټبال اتو ټيمونوګډون کړى و چې په پايله کې يې د اسقلال ټيم لومړى مقام او د شاهين ټيم دويم مقام وګاټه.
وطندوست زياته کړه: د دغې لوبې په پاى کې هغه سپورټي مډالونه چې د آغاخان د پرمختيايي مرکز له خوا برابر شوي و؛ د لومړى او دويم مقام په ګټوونکو وويشل شول.
1 1 دقیقه لوستل