اقتصاد

د همغږۍ او څارنې (OCB) اوومه ناسته جوړه شوه

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
د همغږۍ او څارنې اوومه ناسته د مالیې دوزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او په کابل کې د ایټالیا دسفیر په ګډې مشرۍ نن د غبرګولي په ۱۷مه نیټه په دفاع وزارت کې جوړه شوه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ناسته کې چې، د ملي امنیت شورا سلاکار تر څنګ دفاع، کورنیو چارو وزیرانو، د ګډ امنیت د لیږد قوماندان(CSTC – A)، د مرستندويو هیوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی وو، د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په اړه د افغان حکومت پر پرمختګ اوچمتووالي هر اړخیزې خبرې وشوې.
دمالیې وزیر د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو او کومې ژمنې چې، افغان دولت د اقتصادي سکتور د ودې، کارموندې،د داخلي عوایدو لوړوالي،  کرنۍ، سوداګرۍ، انرژي، ترانسپورټ، د پانګې اچونې خصوصي سکتور، ښوونې او روزنې او د شهروندۍ میثاق په اړه کړی وې د پلي کیدو په اړه یې معلومات ورکړل.
ده زیاته کړه، ، سیمه ییزه همکارۍ زمونږ د بهرني سیاست یو مهم رکن جوړوي او موږ په دې وروستیو کې وکولای شول چې، د CASA-1000،  ټاپي، او د سلما بند په څیر مهمې پروژې چې د افغانستان او هند د ملګرتیا څرګندونه کوي، پرانیزو.
د یادونې وړ ده چې، په دې ناسته کې د ملي امنیت شورا سلاکار، ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو د امنیتي او دفاعي نظام په تړاو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د راتلوونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته