کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د وسله والومخالفينو د جنګي وسايلو يوه ډيپو تېره شپه په زابل ولايت کې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغى .
د زابل ولايت د پوليسو مقاماتو باخترآژانس ته وويل: دغه ډيپو د دغه ولايت په مربوطاتوکې دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوې چې يوه اندازه سپکې او درندې جنګي وسلې او په تېره بيا شپږ ځانمرګي واسکټونه پکې شامل دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ