سیاست

کابل ښاريان: د ټولنې له خدمتګارانو سره مخه ښه سخته ده

کابل باختر د کب شلمه :
کابل ښاريانو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې له امله دخپل ماتم دويمه ورځ تېره کړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: کابل ښاريانو په داسې حال کې د خپل رښتينى بچى دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دمړينې په خاطر دخپل ماتم دويمه ورځ تېره کړه چې ددغه سترميړني جنازه په خاصو تشريفاتي مراسمو  سره چې وړتيايې لرله؛ خاورو ته وسپارل شوه.
يو تن کابل ښاري حاجي انعام الدين چې د زمانې تيريدو د ده د ځوانۍ ښکلا ورڅخه اخستې ده او د سر ويښتان يې سپين شوي دي؛ وويل: هرڅوک مري؛ خوهغه کسان چې د خپلو خلکو او د هيواد د آزادۍ په خاطر مبارزه کوي؛ په خاطروکې ژوندي پاتې کيږي.
ده زياته کړه چې مارشال د همدغوکسانو له جملې څخه دى. دافغانستان خلک به هيڅکله د تيري کوونکو په وړاندې د ده دجهاد او مقاومت کارنامې هيرې نه کړي. دکابل ښار د نجونو د يوه ښوونځي ښوونکې وحيده په دې باور ده چې د خلکو له خدمتکارانو سره مخه ښه سخت کار دى. له بده مرغه  د افغانستان خلکو نن له يوه دغه شان خدمتګار سره مخه ښه وکړه. د يوې دولتي ادارې کارکوونکي سيد فضل احمد سادات په دې اړوند وويل: مارشال محمدقسيم فهيم يو رښتنى، زړه سواند او ميړنى شخصيت و او خاطرې به يې د تل لپاره  ژوندي دي.
  دغه راز يو زيات شمېر نوروکابل ښاريانو په خپلو خبروکې دمارشال محمدقسيم فهيم د خدمتونو درناوى وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته