سیاست

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره د همکاریو د دوام له پیغام سره، د بن په کنفرانس ګــډون کوو

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر (( ویلي سوندل)) د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامدکرزي سره په کتنه کې وویل چې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د همکاریو د دوام له پیغام سره د بن په نړیوال کنفرانس کې  ګډون کوي.

دجمهوررييس دويندوىمطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

ده چې د دغه هېواد د پراختیایي همکاریو له وزیر سره کابل ته سفر کړی دی، همدا راز یې څرګنده کړه چې هېواد یې له ۲۰۱۴ میلادي کال  وروسته د بریتانیا له هېواد سره په همغږۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره  په دغه هېواد کې پاتې کیږي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو پرمختګونو له جملې څخه یو هم د ښځو د حالت ښه والي وباله او وې ویل چې هېواد یې له افغان ښځو سره  خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د هغوی ځواکمن کولو ته ژمن دی.

د دغې کتنې په بهير کې چې  د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیر(( کریستین فریس بچ)) هم برخه لرله، په افغانستان کې د روغتیایي او تعلیمي حالت  د لا ښه والي د لارو چارو په په باب خبرې اترې وشوې  او د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیر ټینګار وکړ چې  هېواد یې چمتو دی چې په دغو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس هم په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د ډنمارک هېواد د مرستو له امله مننه وکړه، وې ویل: ډنمارک د هغو لومړنیو هېوادونو په ډله کې راځي  چې د موقتې ادارې له جوړیدو وروسته یې له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته