۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل باختر دکب  دولسمه :
په داسې حال کې چې د جمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزو يوه مياشت دوام وکړ؛ خو هغوى ونه کړاى شول چې د خلکو هيلو ته مثبت ځواب و وايي او زموږ هيوادوالو د هيواد په ولايتونو او په تېره بيا په لرې پرتو سيموکې د هغوى په کاري پروګرامونو او ستراتيژۍ دومره خبر نه شول.
دباخترآژانس مبصر ليکي:
دجمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزې سبا خپلې دويمې مياشتې ته رسيږي او دا د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو له پيل څخه  جوخت دى.
که چيرې دجمهوري رياست د نوماندانو د کار يوې مياشتې ته  د جمهوري رياست دانتخاباتي مبارزو په توګه وګورو؛ له نيمګړتياوو او له مثبتو ټکو سره يوځاى دي.
نوماندانو په رسنيوکې په څرګنديدو سره مناظرې وکړې اوپه مخامخو کتنو او په زغم سره يې خپل پروګرامونه بيان کړل.
دغه راز په خپلو غونډوکې يې هيڅکله په يوبل څرګنده نيوکه ونه کړه او يوبل يې ملامت نه کړل.  خو له دغو ټولو سره سره دوى ونه کړاى شول په دې موده لکه څنګه چې د خلکو هيله وه؛ کار وکړي. دنوماندانو مبارزې په عمده توګه په کابل ښارکې خلاصه شوې او يواځې د ګوتې په شمار څو تنو نوماندانو په څو محدود ولايتونوکې سرښکاره کړ.
په داسې حال کې چې د ښارونو اوسيدونکي په تېره بيا د پايتخت اوسيدونکي د نوماندانو له څيرو، کړو وړو، شعارونو اوکارونو سره بلدوو او دا دهيواد دلرې پرتو سيمو عوام خلک اوکليوالي اوسيدونکي دي چې دې ته اړتيا لري چې نوماندانو او د هغوى د پروګرامونو اوکاري ستراتيژيو په باب معلومات ولري او خبر شي. ځکه
د افغانستان وګړي په څو سترو ښارونوکې نه خلاصه کيږي په داسې حال کې چې د هيواد زياتره وګړي کليوالي اوسيدونکي دي.
دا کليوالي اوسيدونکي دي چې کمزورى اقتصاد لري. له نورو څخه زيات دناامنيو او دټولنيزو ستونزو له پلوه کړيږي او په څرګند ډول دا د هيواد لرې پراته کلي او سيمې دي چې دافغاني ټولنې د اوسنيو ستونزو اصلي ټاټوبي دي چې له بده مرغه د جمهوري رياست درنو نوماندانو د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې هغه ته دومره تمرکز او پاملرنه نه لرله.
بايد هير نه کړو چې د افغانستان خلک انتخابات دخپل سياسي برخليک دټاکنې لپاره يوفرصت بولي او په جدي توګه په هغوکې دګډون لپاره علاقمند دي او د انتخاباتو بهير له نوماندانوڅخه د نظر وړ شخصي د پيژندنې لپاره زمينه برابروي او دغه شان پيژندنه يوازې په هغه صورت کې شونې ده چې نوماندان په انتخاباتي مبارزو سره خپله کاري ستراتيژي او پروګرام بيان کړي.
يوه مياشت تېره شوه؛ خو يوه بله مياشت پاتې ده هيله ده چې نوماندان پاتې يوه مياشت بې ځايه تېره نه کړي، بلکې له هغې څخه خلکو ته دخپل پروګرام  د څرګندولواو بيانولو لپاره د يو فرصت لپاره استفاده وکړي .
د هيواد په لرې پرتو سيمو اوکليوکې زيات خلکو ته مراجعه وکړي؛ خلکو ته ووايي څه کوي او د هغوى د ستونزو دکمښت لپاره څه پروګرامونه لري.
هير دې نه شي چې خلک په عملي کارونو او پلانونو باور لري؛ نه په شعارونو او احساساتي خبرو. هيله ده چې په راتلوونکي يوه مياشت کې زموږ خلک په تېره بيا کليوالي اوسيدونکي د انتخاباتو او د نوماندانو په باب زيات معلومات ترلاسه کړي او په بشپړې پوهې سره د رايې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او خپل راتلوونکى مشر انتخاب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته