ټولنه

د پنجشير ولايت له ځوانانو سره د جمهور رييس د فوق العاده استازي کتنه

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د پنجشير ولايت د ځوانانو د (وادي دانش) د ټولنيزې شورا غړو د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره په کتنه کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د پنجشير ولايت د (وادي دانش) د شورا غړو وويل چې حکومت بايد په دولتي بنسټونو او د ښې حکومتوالۍ په بنسټيز کولوکې د اصلاحاتو د تحقق په لاره کې د ځوانانو له علمي او عملي ظرفيتونوڅخه استفاده وکړي.
دوى زياته کړه چې حکومت په دولتي پستونوکې د ځوانانو د ټاکنې په برخه کې تر يوې اندازې پورې پاملرنه کړې ده، خو اړتيا ده چې د ځوانانو د علمي ظرفيتونو د ودې لپاره پروګرامونه په انډوليز ډول په پام کې ونيسي، تر څو د پنجشير ولايت د ځوانانو په ګډون د بېلابېلو ولايتونو ځوانان له هغه څخه ګټه واخلي.
دغه راز د پنجشير ولايت د (وادي دانش) د ټولنيزې شورا غړو خپل وړانديزونه د جمهور رييس له فوق العاده استازي سره شريک کړل او هغه ته يې د حکومت د پاملرنې او څيړنې غوښتنه وکړه .
احمد ضيا مسعود د پنجشير ولايت د ځوانانو د ستونزو او پيشنهادونو له اوريدو وروسته وويل: تاسو د افغانستان دخلکو د مقاومت او جهاد د سترو شخصيتونو ميراث لرونکي ياستئ او هيله کيږي چې د افغانستان په ثبات کې د خپلو پلرونو په شان صادقانه فکر وکړئ.
د جمهور رييس فوق العاده استازي وويل: د افغانستان د جهاد ځوانان او ميراث لرونکي بايد خپل رول د علمي درجې او د پوهې د زده کړې له لارې ترسره کړي، تر څو د يوه با ثباته افغانستان او د علمي او تخصصي ظرفيت لرونکي ځوانان شاهدان و اوسو.
دغه راز احمد ضيا مسعود له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې د هغوى د ستونزو د حل کولو او د وړانديزونو د عملي کولو په برخوکې به لازمه پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته