ټولنه

په هرات کې دطبيعي پيښو دڅيړنې لپاره دزرګونو تنو رضاکارانو ځوانانو روزنه

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٠:
دهرات ولايت  دافغاني سرې مياشتې درياست مسوولينو  دطبيعي پيښو په وړاندې د ځواب ورکولو په خاطر دزر ګونو تنو رضاکارو  ځوانانو   د روزنې   خبر ورکوي .
دهرات ولايت  دافغاني سرې مياشتې دنمايندګۍ رئيس ميرګلاب الدين ميري  دولايت دمقام په مطبوعاتي مرکز کې په يوه خبري غونډه کې وويل ؛ اوس  په هرات ولايت کې   دوه زره تنه ځوانان   چې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې روزل شوي دي  په  رضاکارانه ډول فعاليت کوي.
ده دغه راز دخلکو دپوهاوي دکچې  دلوړوالي په دليل دطبيعي پيښو دتلفاتو او زيانونو دکمښت يادونه وکړه او اعلام يې وکړ چې  په هرات ولايت کې دشپږ و  طبيعي پيښو  زيانمن شوي کسان ددغې ادارې ترپوښښ لاندې نيول شوي دي.
دهرات ولايت  دافغاني سرې مياشتې دټولنې رئيس وايي   ددغې ادارې
دطبيعي پيښو اوموندنې مديريت په دې  بريالى شوى دى  ددريو استادي
ديوالونوپه  جوړولو سره دبيلابيلو ولسواليو په کليو کې ١٤١تنو تنه  دکار زمينه برابره کړي او دغه راز د کورونو او دکرنيزو ځمکو دويجاړيدو مخه ونيسي .
ده په روان کال کې  ددغه ولايت دسرې مياشتې  درياست عوايد شپاړلس مليونه افغانۍ اعلام کړې  چې  دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې مرکزي  دفتر ته ليږدول شوي   اويوه برخه يې  له پيښو سره دمبارزې په لاره کې لګول شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولسواليو کې دپيښو دخطرونو دکمښت  کميټې هم ددغو رضاکارانو له خوا  جوړې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته