امنیت

د ملي دفاع وزارت وياند: القاعده د طالبانو او داعش ترشا ولاړه ده

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
القاعده په افغانستان کې د داعش له ډلې، وسله والو طالبانو او له نورو ډلوسره  همکاري کوي او دغو ډلوته د فعاليت زمينه برابروي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري په خپلو وروستيوڅرګندونوکې ويلي دي چې په افغانستان کې د القاعده روزنيز مرکزونه په څرګند ډول شتون نلري او که چيرې په دې باب معلومات ترلاسه شي؛ په وړاندې يې په خپل وخت  اقدام کيږي .
وزيري وايي چې د القاعده شبمه غواړي په افغانستان کې يو ځل بيا روزنيز او تروريستي مرکزونه جوړ کړي.
ده يادونه وکړه چې القاعده په افغانستان کې له تروريستي ډلو سره همکاري کوي او همدا اوس القاعدعه په افغانستان کې په څرګند ډول فعاليت نلري.
دغه ډله د پردې ترشا د داعش له ډلې وسله والوطالبانو او له نورو تروريستي ډلو سره همکاري کوي او هغوى ته د فعاليت زمينه برابروي.
د ملي دفاع وزارت وياندټينګار کوي: موږ په هرځاى کې چې د هغوى فعاليت او تحرکات ووينو؛ غبرګون ښيو او دغه غبرګون د القاعده لپاره ځپنده دى.
د ملي دفاع وزارت د دغه مقام څرګندونې له هغه وروسته طرحه کيږي چې په دې وروستيو وختوکې د کونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ پورې اړوند هيګل  دره کې د القاعده شبکې دوه تنه مهم غړي له ٢٦ تنه نورو وسله والوکسانوسره  په يو هوايي بريدکې ووژل شول .
د امريکا د دفاع  وزارت وياند پيترکوک ويلي دي چې دغه دوه تنه د افغانستان په ختيځ کې د القاعده شبکې دوه جګپوړي غړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته