کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دانجيل ولسوالۍ يو اوسيدونکى تيره شپه دخپل ورور له خوا ووژل شو .
ددغه ځوان مړى چې په رزشک کلي کې وژل شوى دى دهرات ښار مرکزي روغتون ته ليږدول شوى دى .
دهرات ښار دمرکزي روغتون اداري مدير او وياند محمد رفيق شيرزي وايي چې ددغه ځوان مړى دماښام داوو ه بجو په شاوخوا کې روغتون ته ليږدول شوى دى .
شيرزي وويل چې ددغه ځوان مړى کورنۍ ته يې سپارل شوى دى .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال احمدي وايي چې دغه سړى ددغې ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې دامبرليس توپک په کارولو سره دورور له خوايې وژل شوى دى .
سمونوال احمدي وويل تورن چې دمقتول ورور دى تښتيدلى دى او تر قانوني څارنې لاندې دى .
ددغې پيښې علت کورني اختلافونه بلل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل