فرهنګ

رسنۍ دې ملي ماتم په پام کې ونيسي

کابل باختر د لړم ديرشمه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د دې ترڅنګ چې په کابل کې د تيرې شپې د تروريستي پېښې د قربانيانو په غم کې ځان شريک بولي، له ټولو تصويري، صوتي او چاپي رسنيو څخه غوښتنه کوي چې د شهيدانو وينو ته د درناوي په خاطر خپلې خپرونې داسې عيارې کړي چې د دغې ورځې له شان سره برابرې وي. تېر ماښام يو ځانمرګى بريدګر د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د نېکمرغه ميلاد د درناوي په مراسموکې ځان وچاوه او يوشمېر خلک او د انبياء وارثان يې شهيدان کړل . د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د دغې پېښې شهيدانو ته د درناوي په خاطر د چهارشنبې ورځ يې ملي ماتم اعلام کړ . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته