امنیت

ديارلسو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښت.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دي.
دغه عمليات دکاپيسا،لوګر ،غزني،قندهار،هرات،کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو د ډلې ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون لس تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته