خبرونهورزش

د ښاروالۍ فوټبال تيم  د اميد فيروزکوه ټيم ته ماتې ورکړه

 کابل، د زمري١٨ مه، باختر

غور کې د فوټبال د غوره لیګ سيالۍ پرون په يوې لوبې سره پيل شوې.

په دې لوبه کې د ښاروالۍ ټيم صفر پر وړاندې په يوې سره د اميد فيروزکوه ټيم ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ  په فيروز کوه ښار کې د غور په مرکزي لوبغالي کې دوام لري.

د غور د فوټبال فدراسيون رئيس جان محمد حيدري باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ هرکال د ځوانانو ترمنځ د ورزش ودې او د غوره څېرو د ټاکنې په موخه ترسره کېږي.

دغه سيالۍ په دوراني ډول  ترسره کېږي او دوه مياشتې به دوام وکړي.

\  ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا