ټولنه

د خواخوږى پيغام

– کابل /د کب ٦مه /باختر
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يو سابقه لرونکى کارکونکى محمد حسن عابد پرون د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د دندې د اجرا کولو په وخت کې په حق ورسېد.
محمد حسن عابد له ١٣٦٤ کال څخه راپديخوا د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په بېلابېلو برخوکې په صداقت ، ايماندارى او هېواد ته په مينې سره دنده ترسره کړه.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکي د دې ترڅنګ چې د محمد حسن عابد مړينه يوه ضايعه وبلله د خپلې ډاډ ګېرنې اوخواخوږى مراتب د ارواښاد کورنى اودوستانوته څرګندوي اود الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت اوپاتې کسانوته يې د جميل صبر هيله کوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته