امنیت

د قندهار ـ شاه ولي کوټ لويه لاره پرانیستل شوه

کابل / د وږي ٨ مه / باختر
د قندهار ـ شاه ولي کوټ لویه لاره د پوځي عملیاتو په بهیر کې د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
په دغو عملیاتو کې لسګونه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه لویه لاره له څو مياشتو راپدېخوا د طالبانو د شتون په دلیل د مسافرينو او تجارتي کاروانونو پرمخ تړلې وه.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په عملیاتو کې د قندهار ـ شاه ولي کوټ لویه لاره د تګ راتګ پرمخ  پرانیستل شوه.
دغه قول اردو وایي چې په عملیاتو کې ٣٢ وسله وال طالبان ووژل شول او یو شمېر نوريې ټپیان شول.
دغه عملیات د پولیسو د سلګونو پوځیانو په ګډون د هېواد د هوایي قواوو په ملاتړ پیل شوي وو.
د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات وایي چې ټاکل شوې ده په قندهار ـ شاه ولي کوټ لویه لاره کې د طالبانو د احتمالي شتون د مخنیوی لپاره پوځي پوستې جوړې شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته