
کابل، زمري ۹مه، باختر
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کور جوړولو شرکت د (۹۹) ودانیزو پروژو مالي اسناد د اړوندو مسوولینو په شتون کې وڅېړل.
په دې غونډه کې د کور جوړولو شرکت مسوولینو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ته د هغو پروژو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړېدو چارې نه پیل شوې او نه بشپړې شوې.
دغه راز د کور جوړولو تصدۍ مسوولینو له مولوي نعماني څخه وغوښتل، چې د دې پروژو د برخلیک او د څرنګوالي په اړه یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د رغنیزو پروژو د پاتې کارونو د سلنې د ټاکلو په موخه یوه کمیټه وګومارله، ترڅو د پروژو په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې وړاندې او عملي کړي.
ع.ا