امنیت

په سمنګانوکې د جګړو له امله له بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
په سمنګانو ولايت کې له ٨٩ کورنيو سره چې د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوې دي؛ د دوو خيريه بنسټونو له خوا د خوراکي توکو او لګښتي مالونو مرسته وشوه .
د سمنګانو ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست سرپرست عبدالغفور شکنج د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مرستې د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ او د نړۍ د خوړو د سازمان له خوا په هغو نهه اتيا کورنيو چې د کوز دره صوف او د دغه ولايت د مرکز ايبکو ښار د سمنګانو ولايت له بېلابېلو کليوڅخه بې ځايه شوې او په ايبکو ښارکې  ځاى پرځاى شوې دي؛ وويشلې شوې .
خبرځاى وويل: په دغو مرستوکې ديارلس قلمه خوراکي توکي او لګښتي مالونه شته چې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا نهه ټنه اوړه، ٢٩٧ شپړۍ، ٨٩ ترپالونه، دګازو ٨٩ ډبې، د پخلنځي ٨٩ سيټه لوښي، ٨٢ سيټه ښځينه جامې، ٣٥٦ متره ټوګران، د لاسونو او د لوښو د مينځلو زر کلچې صابون او سطلونه شته، او په خوراکي توکي کې نهه ټنه اوړه، ٦٢٢ کيلو نخود ،٦٦٨ کيلو غوړي او ٤٤٥ کيلو مالګه شته.
د تاى خونک د کلي اوسيدونکى بابا قل چې اوس په ايبکو ښارکې شپې سبا کوي؛ وويل: ماته نن درې شړۍ، د اوبو درې بوشکې، يو پلاستيکي ترپال، د پخلنځي يو سيټ لوښى، د ګازو ډبې او نور ضروري توکي او دغه راز سل کيلو اوړه، اووه کيلو نخود او اته کيلو غوړي او مالګه راکړه شوه . ده له دغو خيريه موسسو څخه چې دغه مرستې بې برابرې کړې دي؛ مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته