سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د نیمه کاره پروژو د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

 کابل، وږي۱۳مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، تر څو په یاد ولایت کې د نیمه کاره پروژو د وضعیت ارزونه وکړي.

نوموړي د دغه سفر په لړ کې په جلال اباد ښار کې د مکروریانو پروژې له نیمه کاره چارو، چې په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه کې۶۰ بلاکونه جوړېږي، په قاسم اباد کې د غالیو اوبدلو صنعتي او استوګنیزې پروژې او د استادانو استوګنیزې پروژې د وضعیت ارزونه وکړه.

په جلال اباد کې د مکروریانو پروژه په (۱۳۹۳) کال کې پیل شوې وه، چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله یې چارې په ټپه درېدلې دي.

ننګرهار ولایت ته تللي پلاوي همدارنګه د یادو پروژو او هلته د شته نورو ټولګتو پروژو په اړه تخنیکي، مالي، حقوقي او ټولنیزه ارزونه وکړه او هغه لاملونه یې په ګوته کړل، چې له امله یې په ننګرهار کې شته ټولګټې پروژې په ټپه ولاړې دي.

نعماني وویل، د یادو پروژو په بیا پیلېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي، د بې سرپناه خلکو د سرپناه نشتون ستونزه به حل شي، د فقر کچه به راکمه شي او ورسره به هر اړخیزه وده او پیاوړتیا رامنځته شي.

دمګړۍ په ننګرهار ولایت کې (۳۶) ښارګوټي دي چې چارې یې تر ډېره رسېدلي، خو په ټپه ولاړې پاتې دي.

وزیر مولوي نعماني، د یادو پروژو اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د پروژو اړوندې ټولې لومړنۍ چارې دې ژر تر ژره حل او عملي کار ته دې چمتوالی ونیول شي.

هېره دې نه وي، چې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح سره هم وکتل او دواړو لورو هلته د نیمه کاره پروژو د بېرته پیل کېدو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا