کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
په فارياب ولايت کې د نويو جګړو له امله ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په د دغو جګړ په بهيرکې چې تېره شپه او نن سهار رامنځته شوې؛ ٨ تنه نور يرغلګر ټپيان شول.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د غورماچ او د پشتون کوټ په ولسواليوکې او ميمنې ښارته څېرمه د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان او په امنيتي پوستو د يرغلګرو له بريد وروسته رامنځته شوې .
ده وويل: په دغوجګړوکې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي په د دغو جګړو په بهيرکې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
2 1 دقیقه لوستل