خبرونهاقتصاد

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تېره اوونۍ څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر

د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست تېره اوونۍ کې ۴۲۱ زره ۶۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دغه شمېر عوايد په سرپل ولایت کې د دولتي ځمکو د اجارې د ورکړې، کدستري خدماتو، کدستري معلوماتو، مخابراتي آنتنونو او د تېرو کلونو د باقیاتو له درکه راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

باید وویل شي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په میلیونونو افغانۍ عواید د دولتي  ملکیتونو او حق الاجارې له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

ع.ا

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا