ټولنه

په کونړ کې ۶۰۰ بې ځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د سلواغې ۲۸ مه/ باختر
په کونړ کې د جګړو له امله ۶۰۰ بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې په مرسته کې هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته پنځلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
که څه هم بې ځایه شوې کورنۍ د مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي، خو له وسله والو طالبانو غواړي چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په يو زیات شمېر ولایتونو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې چې اوسمهال په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته