کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د غوري سمنټو فابريکي مشرتابه په ٢٠٠ جريبه ځمکه کې د هینګ بوټي ږدي.
یاده ځمکه چې د غوري سمنټو فابريکې د ترقي بڼ دويمه برخه پکې شامله ده، په پام کې ده سږکال د لسګونو زرو ميوه لرونکو نيالګيو په کېنولو سربېره، د هینګ بوټي هم پکې کېنول شي.
د غوري سمنټو فابريکې رييس محمد ظاهر عبادي باختر آژانس ته وويل چې د دغه اقدام موخه له جايدادونو څخه استفاده، د فابريکې د ځمکو د غصبولو مخنيوى او د فابريکې د مالي بنسټ پياوړتيا او د شين کمربند پراختيا ده.
هغه زياته کړه چې هینګ يو صنعتي بوټی دى چې د تخم او د بوټي په توګه کرل کېږي چې د څو کلونو لپاره حاصل ورکوي.
د عبادي د څرګندونو له مخې؛ د ترقي بند د دويمې برخې د خړوبولو لپاره د۵١٢ متر مکعب په ظرفيت د اوبو د زېرمو جوړول او په بېلابېلو اندازو د اوبو د نل ليکو غځول او په قطره يي ډول د هغو خړوبول ترسره کېږي.
ختم – ج- ا