
کابل، د وږي ۱ مه، باختر
د هېواد د ښارجوړولو ځمکو وزارت هیئت د غیرپلاني ساحو د څېړنې لپاره کندز ته سفر وکړ.
د کندز ښاروالۍ مشرتابه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیرپلاني ساحو د بیا رغونې ریاست له استول شوي هیئت سره په کتنه کې تصمیم ونیوه چې د کندز ښار د غیرپلاني ساحې ځېنې برخې و ارزوي او د ستونزو د حل کولو لپاره دې خپلې ګډې طرحې وړاندې کړي.
د کندز ښاروال مولوي ګل محمد الیاس په دې کتنه کې د ښاري نه پراختیا، د استوګنې د خپلسرو کورونو د جوړېډو او غیرپلاني ساحو په اړوند د خلکو په ستونزو رڼا واچوله او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د استول شوي هیئت مسوول غلا حضرت سلطاني په دې کتنه کې د غیرپلاني ساحو د بیا رغونې د خپلسرو ساحو د خلکو د ستونزو د پروګرامونو د غیرپلاني ساحو د بیا رغونې ریاست سره د اړوندو ارګانونو د همغږۍ د رامنځته کولو او د ستونزو د حلولو لپاره د مناسبو لارو د موندلو په اړه خپلې نظریې وړاندې کړې.
د دغې غونډې په پای کې د کندز ښاروال او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هیئت د کندز ښار د لومړۍ ناحیې بېلا بېلې سیمې وکتلې.
ع