سیاستخبرونهټولنه

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت: د یوه نوي قانون تر توشیح وروسته به د ځمکو له غاصبینو سره حساب او کتاب وشي

 کابل، زمري۱۵مه، باختر

ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې  نن د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د تېر يوه کال لاسته راوړنې او پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې وزارت يې د هېواد والو لپاره د ښه او مناسبې معیاري سرپناه د جوړولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه دمګړۍ د سرپناه جوړونې درې لويې پروژې تر کار لاندې دي.

په دغه دریو پروژو کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې قطري پروژه، د دارالامان په سیمه کې د چین هېواد له لورې په بلا عوضه توګه د هستوګنیز ښارګوټې د جوړولو پروژه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پيروزي ښارګوټي پروژه شاملې دي.

د سرپرست وزیر په وینا د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د قطر هېواد له لوري د هستوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې بېرته پیل شوې دي او په دارالامان سیمه کې د چین هېواد له لوري د هستوګنیز ښارګوټې د جوړېدو په اړه له چینايي لوري سره خبرې روانې دي او د جوړولو عملي چارې به یې ژر پیل شي.

د نوموړي په خبره د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د ۱۱ زره بابه کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

یاد وزارت همدارنګه د اسلامي امارت د واک ته رسېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۳ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د ژغورلو خبر هم ورکړی دی.

مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه چې د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو او مخنيوي په موخه د امیرالمومنین تر حکم وروسته د ښار جوړولو، عدليې او کرنې وزارتونو، لویې څاروانوالۍ او سترې محکې د استازو نه د جوړ شوي کمېسیون له لوري د قانون یوه ځانګړې مسوده ترتیب شوې او د تصویب  په موخه بېرته امیرالمومنین ته لېږل شوې، چې تر منظورۍ او توشېح وروسته به د همدې قانون له مخې د دولتي ځمکو له غاصبینو سره حساب کتاب وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره ۱میلیارد ۲۹میلیونه ۱۳ زره او ۱۰۰ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، چې څه د پاسه  ۹۲۲ میلیونه یې عادي او ۱۰۷ میلیونه يې پراختیايي بودیجه ټاکل شوې ده.

یاد وزارت همدارنګه په تېر یوه کال کې ۱ میلیارد ۲۱ میلیونه ۲۴ زره ۲۴۵ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

هېره دې نه وي چې ۱۲ ولایتونو ته د تفصیلي پلانونو جوړول، ۶ ولایتونو ته د بیا رغونې پلانونه ترتیبول، د نوي کابل د ۱۱ زونونو لپاره د سړکونو او برېښنا شبکې طرح او ډیزاین کول، د دوه سوه زره بابه کورونو د برنامې عملي کول چې د آپارتمانونو او حویلۍ په شکل به جوړېږي او د اقتصادي او تفریحي پارکونو پراختیا د یاد وزارت راتلونکي پلانونه په ګوته شوي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا